افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولی یا یوناما مرستیال سکاټ سمیت وايي، د دې لپاره چې د افغانستان سره مرستې وشي، طالبان باید د نړیوالو اندېښې لرې کړي.
د یوناما مرستیال دغه څرګندونې د طالبانو د سیاسي دفتر د رییس مولوي ذاکر سره په لیدنه کې کړې او ویلي یې دي، چې طالبان باید د یو څه تر لاسه کولو لپاره ځینو پروژو کې نرمي وښيي.
د طالبانو تر واک لاندې ارګ په یوه خبرپاڼه کې د سمیت له قوله وايي، د دې لپاره چې د افغانستان سره د ځینو پروژو برخه کې او د ځينو نیمګړو پروژ د تکمیل لپاره مرستې ډېرې شي، اړینه ده دوی (طالبان) هغه اندېښنو ته ځوابونه ووايي، چې نړیوال یې د افغانستان په اړه لري.
د بشري حقونو نقض، د نجونو له زده کړو محرومیت، ښځو ته د کار اجازه نه ورکول او ځینې نور هغه موارد دي، چې نړیوال یې په اړه اندېښنه لري.
سمیت ټینګار کړي، چې طالبان باید په دې برخو کې څه نرمي وښيي، د نړیوالو اندېښنو ده مثبت ځواب و وايي، تر څو له دغه هېواد سره مرستې ډېرې شي.
ده زیات کړې، دی به د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې چې بروکسل کې جوړېدونکې ده، افغانستان کې د نشه يي توکو سره د مبارزې او ځینو نورو برخو کې خپل راپورونه وړاندې کړي.
مولوي ذاکر په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د مرستو پر دوام او ډېروالي ټينګار کړی او ویلي یې دي، چې امارت له نړیوالو سره مثبت تعامل ته ژمن دی.
جمهورخبري آژانس