د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چین او قطر د افغانستان پر نفتو او ګازو پانګونې ته لېواله دي.
د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې د دغو دواړو هېوادونو استازو په تېره یوه میاشتې کې د نفتو د استخراج په تړاو د نفتو د استخراج په تړاو د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره کتلي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت زیاتوي چې قطر غواړي د افغانستان تېل استخراج کړي او په دې برخه کې ښه تجربه لري.
له دې سره سم د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین له سرپرست حکومته غواړي چې بهرنیو پانګوالو ته د کانونو په سپارلو کې ملي ګټې په پام کې ونیسي.
جمهورخبري آژانس