۱

د طالبانو اداري مرستیال د اهل تشیع له یو شمېر مشرانو سره کتلي

چهارشنبه ۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۹
د طالبانو د ادارې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د اهل تشیع له یو شمېر مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې ده.
د طالبانو اداري مرستیال د اهل تشیع له یو شمېر مشرانو سره کتلي
د طالبانو د ادارې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د اهل تشیع له یو شمېر مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې ده.

د طالبانو ارګ نن د غبرګولی ۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي حنفي له محمد اکبري، سید محمد جمال فکوري بهشتي، اخلاقي او امان الله بحر سره لیدلي او ویلې یې دي، چې افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی او په ګډه باید کار ورته وکړي.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي اکبري له قوله راغلي، چې نوموړي د طالبانو په لومړي امارت کې هم په هېواد کې حضور درلود، هغه وخت یې هم همکاري کوله او اوس هم د افغانستان اهل تشیع له امارت سره همفکره او همکاره دي.

هغه له خلکو سره د طالبانو ښه چلند، د سیمه ییزه مسوولینو او چارواکو فعالیتونه، د سرتاسري امنیت ټينګښت، د نشه يي توکو مخنیوی، د اداري فساد له منځه وړل هغه لوی لاس ته راوڼې وبللې، چې د ده په وینا امارت یې لري.

اکبري ویلي، چې بهرنیو غونډو کې یې هم د امارت له دغه لاس ته راوڼو یادونه کړې او هغه یې ستایلې دي، خو بیا یې هم له امارت څخه وغوښتل، چې امارت دې ټولنیزو مسایلو ته لکه پوهې او د ټولنې هر اړخیز پرمختګ ته پاملرنه نوره هم زیاته کړي.

مولوي حنفیي هم ویلي، چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او امارت پر دې باور او دې ته ژمن دي، چې هېڅ ډول قومي او سمتي تعبیض به نه کوي.

د طالبانو اداري مرستیال دا ژمنه هم ورکړې، چې امارت به د دوی وړانیزونه تر چارواکو رسوي او د خلکو د ستونزو په حل کې به نه ستړېکېدونکې هلې ځلې کوي.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي