د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د چین هېواد له سفیر وانګ یو سره لیدلي او پر دوه اړخیزه اړیکو یې خبرې اترې کړې دي.
بهرنیو چارو وزارت نن د غبرګولي ۳ مه په خپله ټوېټر پاڼه د چین د سفیر له قوله ویلي، چې د دوی اړیکې له افغانستان سره نورمال دي او هڅه کوي، چې لا یې پیاوړې کړي.
د چین سفیر ویلي، چې نن د می ۲۴ مه به د افغانستان او چین تر منځ نېغې الوتنې پیل شي، د مس عینک پروژې لومړنۍ چارې به ګړندۍ شي، چین ته د افغانستان صادرات په ځانګړي ډول د انارو صادرات زیات شي او دغه راز به چین د جمهوریت روغتون د بیارغونې تر څنګ د ارزان قمیت د کورونو پروژه پیل کړي.
متقي هم د کابل او بېجنګ تر منځ الوتنې د اړیکو د پراختیا او ټینګښت لپاره یو لوی فرصت وباله او د وېزو د ورکړې په برخه کې یې له چین څخه د نورو اسانتیاو د رامنځ ته کولو غوښتنه هم وکړه.
جمهورخبري آژانس