۰

آیسا: بایډن پوهېده چې د افغانستان دولت سقوط کوي خو څه یې ونه کړل

چهارشنبه ۱۷ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۰
د امریکا د کانګرس یوه غړي درل آیسا وايي، سره له دې، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن پر دې پوهېده چې د افغانستان مخکنی دولت سقوط کوي، خو بیا یې هم څه ونه کړل.
آیسا: بایډن پوهېده چې د افغانستان دولت سقوط کوي خو څه یې ونه کړل
د امریکا د کانګرس یوه غړي درل آیسا وايي، سره له دې، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن پر دې پوهېده چې د افغانستان مخکنی دولت سقوط کوي، خو بیا یې هم څه ونه کړل.
 
نوموړي زیاته کړې«بایډڼ ښه پوهېده، چې که بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، افغان دولت سقوط کوي، خو سپینې ماڼۍ نه یوازې چې کوم کار ونه کړ، بلکې اجازه یې ورکړه، چې سقوط شي.»
 
آیسا دغه څرګندونې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د پټو اسنادو تر کتلو وروسته له فاکس نیوز سره په مرکه کې کړې دي.
 
دی وايي، په پټو اسنادو کې دوی ته معلومه شوه، چې ۲۳ دیپلوماتانو او د سفارت کارکونکو په خپلو مکتوبونو کې سپینې ماڼۍ ته خبرداری ورکړی و، چې د امریکايي ځواکونو د وتلو په صورت کې طالبان د افغانستان واګې په خپل لاس کې اخلي، خو هغوی څه نه دي کړي.
 
نوموړي په ټينګار سره ویلي، ولسمشر بایډن او نور لوړ پوړي چارواکي پر دې پوهېدل، چې که امریکا ووځي، افغان پوځ په هېڅ صورت دولت نه شي ساتلی، خو دوی څه ونه کړل.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي