د طالبانو د صنعت او سودارګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال وايي، اسلامي هېوادونه کولی شي په اقتصادي پرمختګونو سره د لوېدیځ له فشارونو وژغورل شي.
جمال پرون د ایران د صنعت کارانو او سوداګرو له پلاوي سره لیدنه کې د افغانستان او ایران د ګډو ګټو پر ساتنه د ټینګار تر څنګ ویلي، د ګډو ګټو د ساتنې لپاره باید سوداګري له سیاست څخه لرې وساتل شي.
نوموړي زیاته کړې، اقتصادي پرمختګونه کولی شي اسلامي هېوادونه د لوېدیځ له فشارونو وژغوري.
جمهورخبري آژانس