۰

ایران او پاکستان د سیمې او افغانستان په اړه خبرې کړې

پنجشنبه ۲۳ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۷
د افغانستان لپاره د ایران  او پاکستان ځانګړو استازو د سیمه ییزه مسایلو او افغانستان پر تحولاتو خبرې اترې کړې دي.
ایران او پاکستان د سیمې او افغانستان په اړه خبرې کړې
د افغانستان لپاره د ایران  او پاکستان ځانګړو استازو د سیمه ییزه مسایلو او افغانستان پر تحولاتو خبرې اترې کړې دي.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حسن کاظمي قمي پرون د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي آصف علي دراني سره په تهران کې لیدلي.
 
دواړو لورو د سیمې پر مسایلو، د ایران او پاکستان تر منځ پر دوه اړخیزه اړیکو او افغانستان د تحولاتو په اړه ارزونې وکړې.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي