د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست د افغانستان او ایران تر منځ د کرنې او کرنیزو محصولاتو برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مولوي عطاالله عمري پرون د افغانستان او ایران د کډ کنسرسیوم له رییس هاموني سره لیدلي.
دواړو لورو د دوه اړخیزه سوداګریزه اړیکو، کرنیزو محصولاتو صادراتو په پیاوړتیا او دغه راز یې د دواړو هېوادونو د پانګوالو او سوداګرو لپاره د اسانیتاو په رامنځ ته کولو ټینګار او خبرې وکړې.
عمري په دغه لیدنه کې غوښتنه وکړه، چې د افغانستان او ایران تر منځ باید د کرنې او مالدارۍ، کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو برخه کې همکارۍ وشي.
جمهورخبري آژانس