۰

د پنجشېر د پارنده برېښنا بند د بشپړو لپاره کار پیل شو

سی شنبه ۲۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۴
د پنجشېر لپاره د طالبانو والي وايي، د دې ولایت د مرکز بازارک کې د پارنده برېښنا بندر د څلور سلنه پاتې کارونو د بشپړولو چارې پيل شوې دي.
د پنجشېر د پارنده برېښنا بند د بشپړو لپاره کار پیل شو
د پنجشېر لپاره د طالبانو والي وايي، د دې ولایت د مرکز بازارک کې د پارنده برېښنا بندر د څلور سلنه پاتې کارونو د بشپړولو چارې پيل شوې دي.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  حافظ محمد آغا حکیم ویلي، د دغه ولایت مرکز بازارک کې د پاردنده برېښنا بندر د څلور سلنه پاتې کارونو د بشپړېدو لپاره له یو میلیون او ۸۱۲ زره ډالره زیاتو پیسو ته اړتیا ده.
 
د هغه په وینا د دغه پروژې کار په ۲۰۱۳ کال کې د ۷ میلیونه، ۶۴۰ زره او ۹۷۵ ډالرو په ارزښت «انټراګلوبل میډل ایست» شرکت ته ورکړل شوی وو، چې دغه شرکت تر اوسه پورې په یاده پروژه ۵ میلیونه، ۸۲۸ زره او ۳۳۰ ډالر لګولي دي.
 
دی وايي، په دې وروستیو کې د ریاست الوزار اقتصادي ریاست پر دې پروژه بحث کړی او د کمېسیون د پرېکړې پر اساس د اوبو او برېښنا وزارت ته امر شوی، چې د دغه پروژې  د بشپړېدو لپاره د اړتیا وړ پیسې ورکړي او یاد شوي وزارت هم په دې اړه ژمنه کړې ده.

پنجشېر کې د پارنده برېښنا بند د ۴ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري او د پنجشېر تر څنګ پروان او کاپیسا ولایتونو ته هم برېښنا ورکولی شي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي