۰

طالبان د سیاسي ګوندونو د رسنیو فعالیتونه څېړي

چهارشنبه ۲۹ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۶
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخوا وايي، د هغو رسنیو فعالیتونه به وڅېړل شي، چې د سیاسي ګوندونو له خوا مخ ته وړل کېږي.
طالبان د سیاسي ګوندونو د رسنیو فعالیتونه څېړي
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخوا وايي، د هغو رسنیو فعالیتونه به وڅېړل شي، چې د سیاسي ګوندونو له خوا مخ ته وړل کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خیرخوا خبرداری ورکړی، هغه رسنۍ چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو خلاف نشرات ولري، محکمې ته به معرفي کړای شي.
 
ده و ویل«هغه رسنۍ چې دوی( سیاسي ګوندونو) رامنځ ته کړې او په تېر کې یې د خپلو شخصي او ګوندي موخو لپاره کارولې، آیا هغه د دې وړ دي، چې نور هم فعالیت ولري؟ آیا هغوی په واقعیت کې خپل مسوولیت تر سره کولی شي؟ موږ ټولې هغه که راډیوګانې دي، که تلوېزیونونه دي او یا نورې رسنۍ دي ارزیابي کوو، چې آیا هغوی د ملت په ګټه دي، که په زیان.؟»
 
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ټينګار کړی، چې په هېواد کې هېڅ رسنۍ حق نه لري، چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو خلاف فعالیت وکړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي