۰

د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ۱۴۰ جګډېمونه جوړېږي

یکشنبه ۲ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۲
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت اعلان کړی، چې د وچکالۍ له امله د اوبو د کمېښت له بحران سره د مبارزې په خاطر د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ۱۴۰ چکډېمونه جوړوي.
د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ۱۴۰ جګډېمونه جوړېږي
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت اعلان کړی، چې د وچکالۍ له امله د اوبو د کمېښت له بحران سره د مبارزې په خاطر د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ۱۴۰ چکډېمونه جوړوي.
 
دغه وزارت نن ویلي، د اوبو او برېښنا د سرپر وزیر تر مشرۍ لاندې د همغږۍ غونډه وشوه، چې موخه یې د هېواد ۱۳ وچکالۍ ځپلو ولایتونو کې د ۱۴۰ چکډېمونو جوړول وو.
 
د چارواکو په وینا په دې ناسته کې یوه ځانګړې کمېټه وټاکل شوه، چې د دغه پروژې چارې په بېړه او ښه توګه برابره او پیل کړي.
 
په لومړي سر کې په هېواد کې د اوبو د مدیریت، د موسمي سېلابونو د کنټرول، د اوبو سرچینو د پیاوړي کولو، د سېلابونو او وچکالۍ د زیانونو کمولو، او ۱۳ ولایتونو کې د ۱۴۰ چکډېمونو جوړلو پروژه د اوبو او برېښنا وزارت ته وسپارل شوه، چې د دغه پروژې مالي لګښت په فوق العاده ډول د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا منظوره شوې ده.
 
د اوبو او برېښنا وزارت د چارواکو په وینا دغه پروژو باندې به ۴۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت راشي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *