په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما وايي، د افغانستان په اړه د یاد سازمان د امنیت شورا غونډه جوړوي.
د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا نن(سه شنبې د تلې ۴ مه) ویلي، دغه ناسته به نن د نیویارک په وخت د ورځې ۱۰ بجې جوړه شي.
مېرمن اوتنبایوا به په دې ناسته کې د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي او دغه راز د ملګرو ملتونو د ښځو برخې رییس به هم په دې ناسته کې وینا وکړي.
جمهورخبري آژانس