۰

د کانونو د ساتنې کړنلاره تایید شوه

پنجشنبه ۶ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۹
د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تر مشرۍ لاندې اقتصادي کمېسیون د کانونو د ساتنې لپاره د یوې نوې کړنلارې د جوړېدو او تایید خبره کړې ده.
د کانونو د ساتنې کړنلاره تایید شوه
د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تر مشرۍ لاندې اقتصادي کمېسیون د کانونو د ساتنې لپاره د یوې نوې کړنلارې د جوړېدو او تایید خبره کړې ده.


پرون د یاد کمېسیون له خوا نوبتي غونډه شوې اوپه کې د کانونو د ستانې هغه کړنلاره چې د کانونو او پترولیم وزارت له خوا چمتو شوې وه تایید شوې ده.

په دغه ناسته کې کانونو وزارت ته دنده وسپارل شوې، چې پر هغه ټکو د ملي محافظت تصدی سره ګډه ناسته وکړي، چې د بحث وړ دي.
 
د دغه کړنلارې پر بنسټ تر څو هغه ځانګړې قطعه چې د هېواد د کانونو د ساتنې په موخه د ملي محافظت عمومي ریاست ته ورکړل شوې پیاوړې او منظمه کړای شي، تر څو د غیر قانوني کیندنو او خپل سریو مخنیوی وکړي.
 
ناسته کې د کورونو او ښارجوړونې وزارت، د ارزاقو دولتي شرکت او کابل ښاروالۍ ګډې کمېټې ته دا دنده هم سپارل شوې، چې د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې د مېوې او سبزۍ د مارکېټ په اړه د ښاري اصولو سره سمه طرحه برابره او د منظورۍ په موخه یې د اقتصادي کمېسیون په راتلونکې غونډه کې وړاندې کړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي