۰
ایران:

له افغانانو سره نه شلېدونکی فرهنګي، ژبنۍ او جعرافیايي اړیکو لرو

سی شنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۶
د ایران د دولت ویاند علي بهادري جهرمي ویلي، د ایران او افغانستان خلک یو له بله نه شلېدونکې، فرهنګي، ژبنۍ او جغرافیايي اړیکې لري.
له افغانانو سره نه شلېدونکی فرهنګي، ژبنۍ او جعرافیايي اړیکو لرو
د ایران د دولت ویاند علي بهادري جهرمي ویلي، د ایران او افغانستان خلک یو له بله نه شلېدونکې، فرهنګي، ژبنۍ او جغرافیايي اړیکې لري.

 جهرمي د ځینو ایراني رسنیو او مجازي فضا د هغه څرګندونو غبرګون کې، چې ایران کې افغان کډوال یو ګواښ دی ویلي، د افغانستان خلک زموږ سره پخوانی نه شلېدونکې، فرهنګي، ادبي، اخلاقي او جغرافیايي تړاو لری او په اصل کې زموږ سره یو قوم و او دي.

هغه د کډوالۍ په اړه و ویل، چې دغه ستونزې نه یوازې د ایران بلکې د ګڼ شمېر هېوادونو لمن نیولې او دا دې له امله ده، چې افغانستان کې ستونزې دي.

ده و ویل، چې په اصل کې ایران هم د نورو هېوادونو په شان د غیرقانوني کډوالۍ سره مخالف دی او هڅه کوي، چې غیرقانوني کډوال خپلو هېوادونو ته ولېږي.

د ده په وینا هغه افغان کډوال چې قانوني دي د هغوی د برابروي لپاره دوه کاله وړاندې یوه طرحه جوړ او د ایران ولسي جرګې ته لېږل شوې ده. 

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي