۰
ملګري ملتونه:

په ۲۰ ورځو کې ۳۷۵ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي

چهارشنبه ۱ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۱
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال فرحان حق وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اخراج له ۲۰ ورځو وروسته ۳۷۵ زره کډوال په زور ایستل شوي دي.
په ۲۰ ورځو کې ۳۷۵ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال فرحان حق وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اخراج له ۲۰ ورځو وروسته ۳۷۵ زره کډوال په زور ایستل شوي دي.

نوموړي پرون د لړم ۳۰ مه ویلي، د دغو کډوالو ډېره برخه د ننګرهار له تورخم او د کندهار له سپین بولدک لارو افغانستان ته راغلي او هره ورځ په اوسط ډول ۱۷ زره افغانان له دغو لارو افغانستان ته داخلیږي.

د هغه په ​​وينا، "د سرپناه، اوبه، د کورنيو اړتياوو، روغتيايي خدمتونو، ساتنې او تغذيې او همدارنګه د لومړنيو اړتياوو لپاره نغدي پيسې، ترانسپورت او خوراکي توکي د IOM مشرتابه له خوا ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي خبرداری ورکړی چې د ژمي په موسم کې به د اخراج شویو پناه غوښتونکو اړتیا زیاته شي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي