د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وايي، افغانستان د سیمې په ثبات کې حیاتي رول لري او نه باید دغه هېواد هیر کړای شي.
ښاغلي میرضیایف تېره ورځ د لیندۍ ۴ مه د سپیکا غونډه کې ویلي، افغانستان د مرکزي آسیا د نه بېلېدونکې برخې په توګه د سیمې په ثبات کې حیاتي رول لري.
ده زیاته کړې«موږ نه شو کولی افغانستان په اوسنیو ستونزو کې ګير پرېږدو او په نړیوالو خبرو اترو کې د طالبانو له ګډون پرته نه شو کولی یوې مثبتې پایلې ته ورسېږو.»
نوموړي د ملګرو ملتونو د اقتصادي کمېسیون څخه غوښتي، چې د افغانستان سره د اقتصاد په برخه کې همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د مرکزي آسیا هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې اقتصادي ناسته یا «سپیکا» باکو کې د افغانستان د استازي له ګډون پرته تر سره شوه.
جمهورخبري آژانس