مسکو کې طالبانو د مخالفینو له ناستې یوه ورځ وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي کابل کې د روسیې ورغوښتی دی.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تېره شپه (د لیندۍ ۴ مه) کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره د د امیرخان متقي د لیدنې خبر ورکړی دی.
دی وايي، دواړو لورو په دغه لیدنه کې د افغانستان او روسیې پر دوه اړخیزه سیاسي او اقتصادي، وروستیو سیمه ییزه او نړیوالو مسایلو، تعلمي او فرهنګي موضوعاتو باندې خبرې ترې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي، خو دا لیدنه په مسکو کې د طالبانو د مخالفینو له ناستې یوه ورځ وروسته تر سره کېږي.
جمهورخبري آژانس