۰

امیرخان متقي لنډ مهالی سیاسي مرستیال هم شو

یکشنبه ۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۸
د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت مسوولیت هم په موقت ډول د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته وسپارل شو.
امیرخان متقي لنډ مهالی سیاسي مرستیال هم شو
د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت مسوولیت هم په موقت ډول د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته وسپارل شو.
 
مجاهد تېره شپه د لیندۍ ۴ مه ویلي، دا چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ناروغی دی، دا مسوولیت هم به د لنډ وخت لپاره د امیرخان متقي په غاړه وي.
 
نوموړي ویلي«بهرنیو چارو وزیر صاحب ته دوه مورده سپارل شوي دي، چې داخلي او بهرنۍ پالیسې تعقیب کړي او وروسته یې مشرتابه ته وسپاري او نور کارونه او فعالیتونه به د سیاسي معاونیت د دفتر رییس مخې ته وړي.»
 
د یادونې ده، چې د طالبانو د حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر چې تر دې وړاندې یې په داخل کې ډېرې لیدنې درلودې، په دې وروستیو کابو دوه میاشتو کې نه تر سترګو کېږي.

که څه هم د هغو د نه لیدو لامل تر اوسه نه دی ډاګیز شوی، خو له اوږده ځنډ وروسته اوس د طالبانو ویاند ویلي، چې هغه ناروغ دی، خو دا یې نه دي ویلي، چې په کور د ننه دی او له هېواده بهر.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي