۰

هندي او ایراني چارواکو د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي

دوشنبه ۶ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۵
د افغانستان لباره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او کابل کې د ایران سرپرست سفیر حسن کاظمي قمي او د سیمې لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت عمومي مدیر جي پي سینګ پر افغانستان غږېدلي دي.
هندي او ایراني چارواکو د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي
د افغانستان لباره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او کابل کې د ایران سرپرست سفیر حسن کاظمي قمي او د سیمې لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت عمومي مدیر جي پي سینګ پر افغانستان غږېدلي دي.

له جي پي سینګ سره د لیدنې او پر افغانستان د غږېدو خبر قمي تېره شپه ناوخته په خپله اېکس پاڼه خپور کړی او ویلي یې دي، چې خبرې یې ګټورې وې.

دی وايي، په هغه رغنده خبرو اترو کې چې د سیمې لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت عمومي مدیر ، جي پي سنګ سره ترسره شوې، له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو په پراختیا، د چابهار بندر په ځانګړي رول او دغه را په دې هېواد کې د ثبات او ودانولو په هدف د سیاسي او اقتصادي مسایلو د پرمختګ په برخه کې د سیمه ییزې تماس ډلې پر جوړولو ټینګار وشو.
 
جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي