۰

نظري: د مقاومت جبهه پر طالبانو د بري لپاره د افغانانو هیله ده

چهارشنبه ۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۳۴
د مقاومت د جبهې د بهرنیو اړیکو مشر علي میثم نظري وايي، دغه جبهه د طالبانو پر وړاندې د افغانانو د بریا هیله ده.
نظري: د مقاومت جبهه پر طالبانو د بري لپاره د افغانانو هیله ده
د مقاومت د جبهې د بهرنیو اړیکو مشر علي میثم نظري وايي، دغه جبهه د طالبانو پر وړاندې د افغانانو د بریا هیله ده.

ښاغلي نظري د سې شنبې په ورځ د لیندۍ ۷مه په تاجکستان کې د هرات د ۱۱مې امنیتي غونډې په دویمه ورځ وویل چې په دې دوه نیمو کلونو کې موږ په دې نه یو توانېدلي چې له افراطیت سره د مبارزې په برخه کې یوه پرېکړه وکړو.

هغه دا هم وویل چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهه د طالبانو په وړاندې د خلکو د بریا هیله ده. ځکه د دې جبهې هدف په افغانستان کې یوه مشروع حکومت ته رسېدل دي.

د هغه په ​​وينا، پخوانى داستان، فکر او سياست نور د افغانستان لپاره کار نه کوي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي