دا په زړه پورې ده ۰
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي اعلان وکړ چې د هرات د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د دغې اتحادیې یوه بله بیړۍ کابل ته را رسېدلې ده.
د اروپايي ټولنې د مرستو بله جوپه کابل ته راورسېده
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي اعلان وکړ چې د هرات د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د دغې اتحادیې یوه بله بیړۍ کابل ته را رسېدلې ده.

دغه سازمان د چنګاښ په ٧مه، د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په دې لېږد کې طبي وسايل، خيمې او د خوب جامې شاملې دي.

د اروپايي ټولنې د بشردوستانه پرواز هم په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دغه کارګو چې ۸۵ ټنه بار وړي په یوه بشري الوتنه کې کابل ته لېږدول شوي دي.

ویل کېږي چې دا د هرات له زلزلې وروسته افغانستان ته د ده درېیم پرواز دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ هم د هرات د زلزله ځپلو کورنيو لپاره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو يوه جوپه کابل ته ولېږدول شوه.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcjhmevyuqem8z.b,fu.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته