تخار کې ځايي سرچینې وايي، طالبانو په دغه ولایت کې د یوه قومي مشر پر کور چاپه وهلې او یو میلیون افغانۍ نغدې پیسې او د یو میلیون افغانیو په ارزښت زیورات یې ترې وړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د تېرې پنجشنبې په ورځ وسله والو طالبانو د دغه ولايت د خواجه غار ولسوالۍ د هزارباغ په سيمه کې د يوه قومي مشر "خودي بردي" پر کور بريد کړى او د هغه د کورنۍ له مېرمنو يې نغدې او ګاڼې غلا کړې دي.
سرچينې زياته کړې، چې وسله والو طالبانو د دغه قومي مشر د زامنو په ګډون د کورنۍ غړي وهلي ډبولي دي.
وسله وال طالبان د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په ناقانونه توګه د خلکو کورونو ته د ننوتلو او د کورنيو د شتمنيو په غلا کولو تورن شوي دي.
جمهورخبري آژانس