۰
طالبانو ته د اسلامي نړۍ د علماوو پيغام:

خپل نصاب د غربیانو له منفي افکارو پاک کړئ

دوشنبه ۱۳ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۹
د علماوو پلاوي د طالبانو ډلې د پوهنې له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې په تعلیمي نصاب کې د غربیانو د منفي افکارو د ځای پر ځای کېدو مخه ونیسي.
خپل نصاب د غربیانو له منفي افکارو پاک کړئ
د علماوو پلاوي د طالبانو ډلې د پوهنې له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې په تعلیمي نصاب کې د غربیانو د منفي افکارو د ځای پر ځای کېدو مخه ونیسي.

د طالبانو ډلې د پوهنې وزارت نن د لیندۍ ۱۳ ویلي، د دغه وزارت سرپرست مولوي هبت الله اغا د اسلامي نړۍ د علماوو له پلاوي سره کتلي دي.

هغه وويل، نړيواله ټولنه زموږ په اړه منفي نظر لري او موږ غواړو چې له افغانستان څخه په راستنېدو سره نړۍ ته زموږ د هېواد رښتيني انځور وړاندې کړئ.

حبیب الله اغا د فلسطین د مسئلې په اړه وویل، فلسطین د ټولې اسلامي نړۍ او د اسلامي امت ملکیت دی او موږ یې ملاتړ کوو.

هغه وويل، پوهنې وزارت د اسلام د سپېڅلي دين د لارښوونو او د هېواد د خلکو د مستند فرهنګ په رڼا کې د متوازنو ښوونيزو خدمتونو وړاندې کول د خپلو ماشومانو لپاره د خپلو دندو په سر کې ځاى لري او موږ په دې لاره کې ژمن يو.

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر ادعا کړې، چې زموږ د پوهنې نصاب په داسې ډول ترتیب شوی، چې له عصري علومو څخه په استفادې سره دیني علومو ته هم پاملرنه شوې ده او دا یوه اړتیا ده، چې یو مسلمان ځوان د عصري زده کړو تر څنګ اسلامي زده کړې هم ولري.

په دې کتنه کې د عالمانو شورا پلاوي وويل: د نصاب اصلاح کول د نظام په اصلاح پورې اړه لري او تاسو بايد خپل تعليمي نصاب د غربيانو له منفي افکارو پاک کړئ.

د جمهور خبري آژانس 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي