۰

طالبان د اوغلو له قوله: نړۍ غواړي له دې ډلې سره اړیکي پیل کړي

چهارشنبه ۱۸ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۷
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو په وینا، د طالبانو ډله وايي، هیڅوک د طالبانو د سقوط هڅه نه کوي او نړۍ غواړي چې له دې ډلې سره اړیکي پیل کړي.
طالبان د اوغلو له قوله: نړۍ غواړي له دې ډلې سره اړیکي پیل کړي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو په وینا، د طالبانو ډله وايي، هیڅوک د طالبانو د سقوط هڅه نه کوي او نړۍ غواړي چې له دې ډلې سره اړیکي پیل کړي.

طالبانو په یوه بیان کې ویلي چې د دې ډلې سیاسي مرستیال مولي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي فریدون سینیرلي اوغلو سره وکتل.

اوغلو په دغه کتنه کښې وویل چې د امریکې او اروپایی هیوادونو په شمول نړیواله ټولنه له طالب ډلې سره د اړیکو ټینګولو او ورسره ملګرتیا ته لېواله ده.

هغه وویل چې ځینې نړیوال قوانین او کنوانسیونونه شته چې طالبان باید مراعات کړي. افغانستان د سیمې او نړۍ لپاره مهم دی، ځکه د افغانستان امنیت د سیمې د امنیت او ثبات په معنی دی.

اوغلو وويل، چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې به د افغانستان په اړه ښې پرېکړې وشي او له دې غونډې وروسته به له نړۍ سره د افغانستان په اړيکو کې مثبت بدلون راشي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ویلي، چې هیڅوک د طالبانو د سقوط هڅه نه کوي، بلکې هر څوک غواړي چې دغه ډله له نړیوالې ټولنې سره وصل شي.

مولوي عبدالکبیر په دې غونډه کې وویل، چې د طالبانو امارت د پورتني راپور ډیره برخه تصویبوي، خو له یوې برخې سره یې چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه کړې، موافق نه دی.

خبرگزاری جمهور
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي