۰

د عبدالعظیم بدخشي د لوبې نېټه ټاکل وټاکل شوه

چهارشنبه ۱۸ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۵
افغان فري پایټر لوبغاړی عبدالعظیم بدخشي وايي چې له خپل هندي سیال "سنجیت بدوار" سره یې د لوبې نېټه ټاکلې ده.
د عبدالعظیم بدخشي د لوبې نېټه ټاکل وټاکل شوه
افغان فري پایټر لوبغاړی عبدالعظیم بدخشي وايي چې له خپل هندي سیال "سنجیت بدوار" سره یې د لوبې نېټه ټاکلې ده.

ښاغلي بدخشي نن چهارشنبه د سلواغې ۱۸ مه په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې «دا هغه لوبه ده چې له ډېرو کلونو راهیسې مې سخت کار کړی او دې لوبې ته مې په تمه یم... هیله لرم چې دا اتلولي به وګټم. بیلټ، زه به وکولی شم د خپل ملت لپاره لوی ویاړ ترلاسه کړم.

دا سیالۍ به د MFN موسسې لخوا د راتلونکې (مارچ) میاشتې په نهمه نېټه د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې ترسره شي.

د ښاغلي بدخشي مخالف په هند کې لومړی مقام لري او یو ځل یې له خپل کمربند څخه دفاع کړې ده.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي