۰

چین له طالبانو سره د ظرفیت د لوړولو لپاره همکاري کوي

چهارشنبه ۱۸ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۷
په کابل کې د چین سفیر د طالبانو د ډلې د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره وکتل او ویې ویل چې چین له دغې ډلې سره د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې همکاري کوي.
چین له طالبانو سره د ظرفیت د لوړولو لپاره همکاري کوي
په کابل کې د چین سفیر د طالبانو د ډلې د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره وکتل او ویې ویل چې چین له دغې ډلې سره د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې همکاري کوي.

د لوړو زده کړو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي ندیم په کابل کې د چین له سفیر جاوې شینګ سره وکتل.

مولوي ندیم وویل، موږ له ټولو هېوادونو غواړو چې د افغانستان له خلکو سره د دوی د اړتیاوو له مخې مرسته وکړي.

جاو شينګ هم په دې کتنه کې وويل چې چين د افغانستان ديني، کلتوري او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوى لري او وروستي ډيپلوماټيکې کړنې هم زموږ د خبرو څرګندونه ده.

د چین سفیر زیاته کړه چې چین له افغانستان سره د کرنې او کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې پراخې سوداګریزې اړیکې لري او تمه ده چې دا اړیکې د پخوا په پرتله لا زیاتې شي.

ښاغلي شنیګ همدارنګه د تحصیلي بنسټونو د استادانو لپاره د علمي اړیکو د پیاوړتیا او د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو په اړه هم خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

جمهورخبري آژآنس

ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي