دا په زړه پورې ده ۰
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلیوغلو د راپور هرکلی کړی دی.
هیله لرو چې د دوحې په ناسته کې به د افغانستان د راتلونکي لپاره مثبت ګامونه واخیستل شي
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلیوغلو د راپور هرکلی کړی دی.

د ښاغلي کرزي مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه د سلواغې ۱۸ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نوموړي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي سره وکتل.

د اعلامیې پر بنسټ، ښاغلي کرزي په دې ناسته کې د افغانستان د وضعیت په اړه د ښاغلي اوغلو د خپلواکې ارزونې هرکلی وکړ او هغه یې یو حقیقت لرونکی راپور وباله.

پخواني ولسمشر وویل چې د ښاغلي اوغلو بریالۍ ډیپلوماسي د دې لاسته راوړنې لامل و.

په اعلاميه کې ويل شوي چې په دې کتنه کې د دوحې د راتلونکې غونډې په باب هم په تفصيل سره خبرې وشوې.

اعلامیه زیاتوي چې ښاغلي کرزي د دوحې غونډه د افغانستان لپاره مهمه وبلله او هیله یې څرګنده کړه چې د دې غونډې ګډونوال به وکولای شي چې د افغانستان د راتلونکي لپاره مثبت ګامونه پورته کړي.

په همدې حال کې د دوحې غونډه د روانې میلادي میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان د مسئلې په اړه د ښکېلو هېوادونو د ځانګړيو استازو په ګډون جوړېږي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcdnj0fnyt09k6.lb2y.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته