۰

د عمل خلاف ادعا: موږ دا خپل ویاړ ګڼو چې د شیعه ګانو له ستونزو حل کوو

دوشنبه ۲۳ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۶
د طالبانو د ډلې اداري مرستیال له یو شمېر شیعه عالمانو سره وکتل او ادعا یې وکړه چې دغه ډله د شیعه ګانو د ستونزو حل کول خپل ویاړ ګڼي.
د عمل خلاف ادعا: موږ دا خپل ویاړ ګڼو چې د شیعه ګانو له ستونزو حل کوو
د طالبانو د ډلې اداري مرستیال له یو شمېر شیعه عالمانو سره وکتل او ادعا یې وکړه چې دغه ډله د شیعه ګانو د ستونزو حل کول خپل ویاړ ګڼي.

د طالبانو تر واک لاندې دولتي کلا د حنفي له قوله په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو د امارت چارواکي د خلکو خدمت کول او د شیعه ګانو د ستونزو حل کول خپل مسوولیت او ویاړ ګڼي.

هغه وویل چې د طالبانو امارت متوازن انکشاف ته ژمن دی او د امکان تر حده به په ټول افغانستان کې پرمختیايي پروګرامونه پیل کړي

راغلو کسانو و ویل، شیعه ګان د اسلامي امارت په اړه مثبت او ښه نظر لري او په هر اړخیزه توګه د سپېڅلي اسلامي نظام ملاتړ کوي.

هغه له طالبانو وغوښتل چې په لرو پرتو ولايتونو او سيمو کې د پرمختيايي پروګرامونو پيلولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي