۰

طالبان: د بخش اباد بند کانال د کیندلو چارې بشپړې شوې

دوشنبه ۲۳ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۷
د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغه ولایت د بخش اباد بند د غځولو د کانال د بشپړیدو خبر ورکړی دی.
طالبان: د بخش اباد بند کانال د کیندلو چارې بشپړې شوې
د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغه ولایت د بخش اباد بند د غځولو د کانال د بشپړیدو خبر ورکړی دی.

دغه ریاست نن دوشنبه د سلواغې په ۲۳ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بخش اباد بند د کانال کار د روان هجري لمریز کال له پیله پیل شوی دی.

دغه کانالونه د بخش اباد بند د دویم فاز د جوړولو د کار د پیلولو په موخه د سیند د اوبو د غځولو په موخه کیندل شوي وو.

په ورته وخت کې دفراه ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست وايي چې ددغې برخې ددويم فاز دجوړولو کار هم پيل شوى دى.

دا بند د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د فراه رود پر سیند د اوبو د کمښت د حل په موخه جوړېږي.

د دغه بند د جوړولو پلان د افغانستان د تېر حکومت له خوا جوړ شوی و، چې د یو میلیارد متر مکعب اوبو د زېرمه کولو او د ۲۷ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

د دغه بند د جوړولو لګښت د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له خوا ۴۳۰ میلیونه ډالره اټکل شوی دی.

جمهورخبري آژانس

ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي