په تخار ولایت کې عامه سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د یوه ځوان مړی له درې ورځو ورکېدو وروسته موندل شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ځوان عبدالقهار نظري نومېده او د جمعې په ورځ له تالقانو ښار څخه ورک شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې د دغه ځوان مړى د دوشنبې د سلواغې په ٢٣مه د دشت قلعه ولسوالۍ په کفترخانې سيمه کې موندل شوى دى.
د دې پېښې انګېزه او عاملین لا هم معلوم نه دي.
ويل کيږي چې دغه ځوان د ترکيې تابعيت درلود او څه موده مخکې له خپلې کورنۍ سره د ليدو په موخه تخار ته راغلى و.
خو په تخار کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې د دغه ځوان د وژلو په تور يې پنځه تنه نيولي دي.
خبرگزاری جمهور