۰
اميري:

طالبان د ښځو د محدوديت په دوام د روغتيايي بحران مسوول دي

سی شنبه ۲۴ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۹
په افغانستان کې د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، طالبان د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په دوام په افغانستان کې د روغتیايي بحران مسوول دي.
طالبان د ښځو د محدوديت په دوام د روغتيايي بحران مسوول دي
په افغانستان کې د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، طالبان د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په دوام په افغانستان کې د روغتیايي بحران مسوول دي.

امیري تېره شپه د سلواغې ۲۳ د ښځو او ساینس د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې د ښځو او ساینس د نړیوالې ورځې په مناسبت باید د هغو افغانو ښځو او نجونو یادونه وکړو چې د ډاکټرانو، انجینرانو، ساینس پوهانو په توګه یې د هېواد د خدمت حق دی. او نورې دندې له لاسه ورکړي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان خلک د ډاکټرانو او نرسانو له کمښت سره مخ دي.

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار اداره وايي چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان روغتیايي سکتور له اټکلي ناورین سره مخ دی.

دغه سازمان د دوشنبې د سلواغې ۲۳ مه د افغانستان په اړه په یوه مفصل راپور کې ویلي چې د طالبانو د ناوړه استفادې او په خصوصي روغتیايي موسسو کې د ښځو د تګ راتګ او کار پر ازادۍ د محدودیتونو له امله میلیونونه افغانان له روغتیايي خدمتونو بې برخې دي.

راپور زیاتوي، "د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز په افغانستان کې د راتلونکو روغتیايي کارکوونکو د روزنې مخه نیولې ده."

جمهورخبري آژآنس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي