۰
د خوړو نړیوال سازمان:

تېر کال مو په افغانستان کې له ۱۹ میلیونه وګړو سره مرسته کړې

سی شنبه ۲۴ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۳
د خوړو نړیوال سازمان وايي، چې دغه سازمان تېر کال په افغانستان کې له ۱۹ میلیونه وګړو سره د خوراکي توکو او نغدي مرستو مرسته کړې ده.
تېر کال مو په افغانستان کې له ۱۹ میلیونه وګړو سره مرسته کړې
د خوړو نړیوال سازمان وايي، چې دغه سازمان تېر کال په افغانستان کې له ۱۹ میلیونه وګړو سره د خوراکي توکو او نغدي مرستو مرسته کړې ده.

دغه سازمان نن سه شنبې د سلواغې ۲۴ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه مرستې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د خوارځواکۍ د مخنیوي او د کورنیو د اقتصاد د پیاوړتیا په موخه شوې دي.

د اعلامیې پر بنسټ، په دغو مرستو کې د ماشومانو لپاره نغدې پیسې، اوړه، غوړي، لوبیا او بسکټ شامل وو.

د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارو تر دې وړاندې هم ويلي وو، چې تېر کال په افغانستان کې ۲۳ ميليونه خلک مرستو ته اړتيا لري. خو دا شمېره سږ کال تر ۲۴ میلیونو زیاتو کسانو ته رسېدلې ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي