۰
د مقاومت جبهه:

نړۍ باید له طالبانو سره د تعامل پرځای په افغانستان کې د یوه ولسي حکومت په لټه کې شي

پنجشنبه ۲۶ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۷
د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه وايي، نړیواله ټولنه باید د یوې مودې لپاره له طالبانو سره د خبرو پر ځای لا مسوولانه عمل وکړي او په افغانستان کې د یوه ولسي حکومت په لټه کې شي.
نړۍ باید له طالبانو سره د تعامل پرځای په افغانستان کې د یوه ولسي حکومت په لټه کې شي
د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه وايي، نړیواله ټولنه باید د یوې مودې لپاره له طالبانو سره د خبرو پر ځای لا مسوولانه عمل وکړي او په افغانستان کې د یوه ولسي حکومت په لټه کې شي.

دغې جبهې نن پنجشنبې د سلواغې ۲۶مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان خلکو په زړورتیا سره د پخواني شوروي ځواکونه له هېواده وایستل. "مګر زموږ د خلکو دا ستره بریا له نورو دسیسو سره مخ شوه، چې پایله یې د طالبانو په نوم د یوې وینې تویونکې او غیر متمدن ډلې راڅرګندېدل وو، چې زموږ د خلکو په زخمونو یې مالګه تویوله. دېرش کاله په پرله پسې توګه زموږ د بې ګناه او ځورېدلي ملت وينه څکول او له نورو ډېرو کړاوونو او ناخوالو سره يې مخ کړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې طالبان د سیمې او نړۍ د هېوادونو او تروریستي ډلو له خوا له څو نیابتي او مستقیمو اشغالونو سره مخامخ شوي دي.

د اعلامیې پر بنسټ اوس د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان د خطرناکو جیو پولیټیکل کړکېچونو د لوبې ډګر ګرځېدلی دی.

د مقاومت جبهې ټینګار کړی چې د افغانستان خلک د پخوا په شان د اشغال او جبر پر وړاندې ولاړ دي او اجیر او ګوډاګي حکومتونو ته یې هیڅ نه دي ویلي.

دې جبهې زیاته کړه چې ځان "په افغانستان کې د طالبانو د تور اشغال ختمولو ته هوډمن او ژمن ګڼي."

د دغې جبهې په اعلاميه کې د افغانستان له ټولو خلکو په تېره بيا له سياستوالو، ملکي او پوځي فعالانو غوښتل شوي، چې د هېواد او خلکو د اشغال او استبداد څخه د خلاصون او د ازادۍ او عدالت د تامين لپاره خپل صفونه ټينگ کړي.

د مقاومت جبهې همدا راز نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونه په نښه کړل او ویې ویل، دوی باید د افغانستان وضعیت ته لا مسوولانه چلند غوره کړی او د دې پر ځای چې له یوې بدنامې او ولس ضد ترهګرې ډلې سره د موقتی اړیکو د لارو چارو په لټه کې شی. چې ډېر وخت به دوام ونه کړي، چې په افغانستان کې یو مشهور، همکار او حقوقي نظام پلی شي او د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره د ترهګرۍ، نشه یي توکو، کډوالۍ، لوږې او د ناامنۍ او بې ثباتۍ خطر له منځه ولاړ شي.

د يادونې وړ ده، چې د پخواني شوروي پوځونه په افغانستان کې له شاوخوا لس کلنې جګړې وروسته د ١٣٥٧ کال د مرغومي په ٢٦مه له هېواده ووتل.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي