۰

طالبانو د ۸ میلیارده افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې منظورې کړې

چهارشنبه ۹ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۵
د طالبانو د تدارکاتو کمېسیون اعلان کړی چې د څه باندې ۸ میلیارد افغانیو په ارزښت یې بېلابېلې پروژې منظورې کړې دي.
طالبانو د ۸ میلیارده افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې منظورې کړې
د طالبانو د تدارکاتو کمېسیون اعلان کړی چې د څه باندې ۸ میلیارد افغانیو په ارزښت یې بېلابېلې پروژې منظورې کړې دي.

د طالبانو  د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر مطبوعاتي دفتر نن سهار (چهارشنبه د کب ۹ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه کمېسیون عادي غونډه د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ جوړه شوې وه.

طالبانو ویلي چې د تدارکاتو کمېسیون په دې غونډه کې د ۲۵ پروژو د قرارداد په ګډون ۳۱ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې، د ۵ پروژو قرارداد لغوه او د یوې بلې پروژې قرارداد د دویم ځل لپاره پرانیستې داوطلبۍ ته ورکړل شو.

طالبانو زیاته کړې، چې په وړاندیز شویو پروژو کې د بخش اباد بند د غځولو تونلونو بشپړول، د کابل د یو شمېر مهمو سړکونو بنسټیز جوړول، د کمال خان بند د درېیم فاز بشپړول، د سلو بندونو د پاتې کارونو بشپړول شامل دي. په غزني ولایت کې یو بستریز روغتون او نورې پروژې چې زموږ په سلګونو ښاریانو ته د کار زمینه برابروي.

بايد يادونه وشي چې د طالبانو د ډلې له واکمنۍ سره د افغانستان ټول سياسي، فرهنګي او پوځي بنسټونه له منځه تللي او د دغه هېواد د خلکو ستونزې څو برابره زياتې شوې دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي