د طالبانو تر کنټرول لاندې مرکزي بانک اعلان کړی چې ۱۷ میلیونه ډالره به د داوطلبۍ له لارې وپلوري.
دغه بانک چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، د شنبې په ورځ د وري ۱۱ مه په یوه اعلامیه کې وویل چې سبا یکشنبه به ۱۷ میلیونه ډالره د لیلام له لارې وپلوري.
دې بانک له وړ بانکونو او د تبادلې او پیسو خدماتو شرکتونو څخه وغوښتل چې پدې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
بايد يادونه وشي، چې په افغانستان کې د طالبانو د ډلې له واکمنۍ سره د فقر او بېکارۍ کچه لوړه شوې، چې د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانيو ارزښت د ټيټېدو لامل شوى دى.
جمهورخبري آژانس