اوچا یا د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر وايي، په افغانستان کې وروستیو اورښتونو ۵۴۰ کورونه ویجاړ کړي دي.
دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د سیلابونو په پایله کې ۱۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.
د دغه راپور پر بنسټ، وروستیو سیلابونو په ۷ ولایتونو کې د شپږو پلونو او ۴۶۰ کیلومتره سړکونو په ګډون مهم بنسټونه ویجاړ کړل.
د اوچا د راپور له مخې، د هېواد په شمال کې په فاریاب، په ختیځ کې ننګرهار او د دایکنډي په مرکزي سیمو کې د اورښتونو ډېر زیانونه اړولي دي.
اوچا وویل چې په سختو بارانونو کې چې د مارچ په 21 او 26-27 کې وشول اوه تنه مړه او 384 کورنۍ ټپیانې شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې سخت بارانونه شوي دي.
جمهورخبري آژانس