په نیمروز ولایت کې امنیتي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې د طالبانو یو پخوانی سرتېری وژل شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د يکشنبې په ورځ د نيمروز ولايت په چهاربرجک ولسوالۍ کې د هملند په ١٢ بجو رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې وسله والو طالبانو دغه پخوانى سرتېرى په چاقو وواژه.
دغه پخوانی سرتېری عبدالقدوس نومېږي او په تېر حکومت کې د کمال خان بند د امنیتي قطعې غړی و.
د دغې ډلې د مشر له عمومي بښنې سره سره، طالب جنګیالیو په تېرو دوو کلونو کې سلګونه پخواني سرتېري نیولي، شکنجه کړي او وژلي دي.
جمهورخبري آژانس