د طالبانو ډلې برشنا شرکت اعلان کړی چې وروستیو اورښتونو د ناګلو، سروبي او ماهیپر په بندونو کې د برېښنا د تولید مخه نیولې ده.
دغه شرکت نن دوشنبه د وري ۲۷ مه اعلان وکړ چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له امله د ناګلو، سروبي او ماهیپر په بندونو کې د برېښنا د تولید کچه لوړه شوې ده.
طالبانو ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغو فابریکو د برېښنا تولید ډېر شوی، چې په ټولو عامه شبکو کې وېشل شوی دی.
جمهورخبري آژانس