په سمنګانو کې دولتي سرچینې وايي، وسله والو غلو د طالبانو یوې پوستې ته څېرمه د غالیو له یوه سوداګر څخه یو میلیون افغانۍ نغدې پیسې غلا کړې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د ثور په ٢مه، د سمنګان ولايت د مرکز ايبک ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې د غاليو دغه سوداګر د طالبانو امنيتي پوستې ته څېرمه موقعيت لري. خو طالبان ونه توانېدل چې د دې غلا مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په ډېرو مواردو کې د هېواد اوسېدونکو د طالبانو پر جنګیالیو او یا هم د دغې ډلې د جنګیالیو په یونیفورم کې خلک په غلا او لوټمارۍ تورن کړي دي.
جمهورخبري آژانس