۰

طالبانو او چین پر خپلو ګډو ګټو ټینګار وکړ

سی شنبه ۴ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۳۵
د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیر خان متقی په کابل کې د چین له سفیر جاوې شینګ سره وکتل او د دغې ډلې او چین په ګټو یې ټینګار وکړ.
طالبانو او چین پر خپلو ګډو ګټو ټینګار وکړ
د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیر خان متقی په کابل کې د چین له سفیر جاوې شینګ سره وکتل او د دغې ډلې او چین په ګټو یې ټینګار وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (د ثور ۴) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او د وروستیو سیمه ییزو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

متوګي وویل، د طالبانو امارت د سوداګرۍ او پانګونې ښه فرصتونه رامنځته کړي، چین ته د انارو او جلغوزیو صادرات او د عینک د مسو سکټور، د واخان دهلېز او نورو برخو کې د پانګونې پرمختګ د طالبانو د امارت د پالیسۍ روښانه بېلګې دي.

دې طالبانو ټینګار کړی چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه له افغانستان او چین څخه غواړي چې په پوره همغږۍ سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي څو طالبان او چین خپلې ګډې ګټې په ښه توګه خوندي کړي.

جاوې شنګ په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه مثبت او باثباته وبلل او زیاته یې کړه چې هڅه کوي په اقتصادي برخه کې لا زیات سوداګر او پانګوال وهڅوي چې له افغانستان سره د اوږدمهاله همکاریو په موخه خپل رول ولوبوي.

  هغه وویل، دوی د واخان په مسله کې د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات څیړي او هڅه کوي چې په دې لاره کې له افغان حکومت سره نږدې همکارۍ ته دوام ورکړي.

خبرگزاری جمهور
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي