۰
د خوړو نړیوال سازمان:

په بغلان کې سیلاب ځپلو سیمو ته د مرستو رسول ستونزمن شوي دي

یکشنبه ۲۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۵۷
د خوړو نړیوال سازمان وايي، په بغلان کې سېلاب ځپلو سیمو ته د سړکونو د خرابېدو له امله د مرستو رسول ستونزمن شوي دي.
په بغلان کې سیلاب ځپلو سیمو ته د مرستو رسول ستونزمن شوي دي
د خوړو نړیوال سازمان وايي، په بغلان کې سېلاب ځپلو سیمو ته د سړکونو د خرابېدو له امله د مرستو رسول ستونزمن شوي دي.

دغه سازمان نن د ثور په ٢٣مه، د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د بغلان سېلاب ځپلو سيمو ته د موټرونو لېږد ستونزمن دى او دغه سازمان اړ دى چې سېلاب ځپلو ته د خوراکي توکو د مرستې رسولو لپاره له بديلو لارو کار واخلي.

د يادونې وړ ده، چې د تېرو څو ورځو سېلابونو په تېره بيا د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې خلکو ته ډېر زيانونه اوښتي دي.

یوازې په بغلان ولایت کې د کروندو او کورونو د ویجاړېدو تر څنګ له ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي