په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ تائید کړه چې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی او یو پخوانی جهادي قومندان الله ګل مجاهد نیول شوی دی.
ځدراڼ نن یکشنبه د ثور ۲۳مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ښاغلی مجاهد د «قاري سعیدالله» په نوم د یوه کس په وژلو تورن دی.
هغه زياته کړه، په دې برخه کې شواهد شته او د قضيې ماهيت ته اړتيا ده چې د تورنو کسانو ازادي محدوده شي.
ځدراڼ زیاته کړه، چې پر همدې بنسټ پرېکړه وشوه، چې د څېړنو تر بشپړېدو او د باصلاحیته محکمې تر پرېکړې پورې به ښاغلی مجاهد په توقیف کې ساتل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې الله ګل مجاهد پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې د دغې ډلې له خوا نیول شوی و او د هغه د سپکاوي ویډیوګانې خپرې شوې وې. خو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته ایران او له هغه ځایه ترکیې ته وتښتېده شو.
خو; مجاهد د ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې د افغان طالبانو له شخصیتونو سره د تماس د کمیسیون له خوا کابل ته راستون شو.
جمهورخبري آژانس