د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي، د هېواد ملګري یې په هېواد کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره هلې ځلې کوي.
ویسټ نن دوشنبه د ثور په ۲۴مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې امریکا په بغلان او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د سېلابونو له امله سخت زیانمنه شوې ده.
هغه زیاته کړه، "زموږ پلي کونکي شریکان د بیړنیو مرستو په شمول د خوراکي توکو، اوبو او نورو اړینو توکو لپاره د سختو اړتیاو سره مخ دي."
خو په قطر کې د امریکا د سفارت شارژدافیر کیرن ډیکر چې له قطر څخه فعالیت کوي، هم ویلي چې هېواد به یې د خپلو همکارانو له لارې په افغانستان کې له سیلاب ځپلو سره د بیړنیو مرستو د جلبولو، خوراکي او طبي وسایلو په برابرولو کې مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو څو ورځو سېلابونو په تېره بيا د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې خلکو ته ډېر ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
یوازې په بغلان ولایت کې د کروندو او کورونو د ویجاړېدو تر څنګ له ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.
نړیوال سازمانونه وايي چې د دغه سېلاب ځپلي بېړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري.
جمهورخبري آژانس