د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د طالبانو تر کنټرول لاندې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو، ورښتونو او سیلابونو خبر ورکړی دی.
دغه رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې نن چهارشنبه د ثور په ٢٦مه، په هرات، فراه، غور، بادغيس، سرپل، باميان، سمنګان، بلخ، کندوز، بغلان، تخار ولايتونو کې د تندر، باد او سېلابونو سخت اورښت شوى دى. د بدخشان، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، کاپیسا، پروان، میدان وردک، غزني او لوګر وړاندوینه شوې ده.
د اعلامیې پر بنسټ، د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د اورښت اندازه به د ۱۵ او ۳۵ ملي مترو ترمنځ وي.
په اعلاميه کې دا هم راغلي چې په شمالي او شمال لوېديځو ولايتونو کې به نسبتاً قوي بادونه وځي.
دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو اورښتونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سېلابونه راوتلي، چې خلکو ته یې ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
جمهورخبري آژانس