۰
تازه راپور:

رحماني په دوبۍ کې د څه باندې ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت جایداد اخیستی دی

چهارشنبه ۲۶ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۵
د سازمان شویو جرمونو او فساد د راپور ورکولو پروژې (OCCRP) د یوې څېړنې پایلې خپرې کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان د ولسي جرګې پخواني رییس میر رحمان رحماني او زوی اجمل رحماني په دې وروستیو کې په دوبۍ کې د ۱۵،۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جایداد اخیستی دی.
رحماني په دوبۍ کې د څه باندې ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت جایداد اخیستی دی
د سازمان شویو جرمونو او فساد د راپور ورکولو پروژې (OCCRP) د یوې څېړنې پایلې خپرې کړې ویلي یې دي، د افغانستان د ولسي جرګې پخواني رییس میر رحمان رحماني او زوی یې اجمل رحماني په دې وروستیو کې په دوبۍ کې د ۱۵،۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جایداد اخیستی دی.

په دغه راپور کې چې تېره شپه د ثور په ٢٥مه خپور شو، ويل شوي چې په دغو جايدادونو کې د دوبۍ په ښار کې د استوګنې دوه لوړ پوړيزې ودانۍ او دوه لويې کلي شامل دي.

د راپور له مخې، افشا شوي احصایې ښیي چې لږ تر لږه درې نور قراردادیان چې په افغانستان کې د امریکا په تدارکاتي قراردادونو کې په فساد تورن دي په دوبۍ کې ملکیتونه اخیستي دي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې رحماني څو میاشتې وړاندې د امریکا د خزانې وزارت له خوا له دې تورونو سره مخ شو چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ یې د امریکا د بیارغونې له بودجې څخه په ملیونونو ډالره اختلاس کړی دی.

د څېړنيزو خبريالانو د نړيوالې شبکې د موندنو پر بنسټ، د ځمکې د ثبت اسناد ښيي چې د اجمل رحماني د شپږو شرکتونو جايدادونه او تجهيزات شاوخوا ۱۹۷ ميليونه يورو (۲۱۲ ميليونه ډالره) ارزښت لري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي