۰

په فراه کې د یوه کور د چت نړېدل؛ ۱۵ تنه مړه او ټپیان شول

پنجشنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۹
د فراه ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په بکوای ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله ۱۵ تنه مړه او ټپیان شوي دي.
په فراه کې د یوه کور د چت نړېدل؛ ۱۵ تنه مړه او ټپیان شول
د فراه ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په بکوای ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله ۱۵ تنه مړه او ټپیان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د ثور په ٢٥مه، د شنبې په شپه په بکواه ولسوالۍ کې د واده د مراسمو پر مهال رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې پنځه ماشومان او يوه ښځه وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ٩ نور ټپيان دي.

ویل شوي، چې ټپیان نږدې روغتیايي مرکزونو ته وړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي