۰

پاپ فرانسیس له نړیوالې ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلو سره د مرستو غوښتنه وکړه

پنجشنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۳
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې له سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي.
پاپ فرانسیس له نړیوالې ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلو سره د مرستو غوښتنه وکړه
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې له سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي.

د واتیکان خبري اژانس راپور ورکړی چې فرانسیس د چهارشنبې په ورځ (د ثور ۲۶) په یوه عامه وینا کې له خلکو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې له سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره اقدام وکړي.

هغه زیاته کړه چې هغه د قربانیانو، په ځانګړې توګه د ماشومانو او د هغوی کورنیو ته دعا کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په تېره بيا د افغانستان په شمال کې د وروستيو سېلابونو په نتيجه کې په سلګونو کسان وژل شوي او ټپيان شوي او په زرګونو نور د خپلو کورونو د ويجاړولو له امله بې کوره شوي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي