له پاکستان سره په سرحدي سیمو کې د خلکو سرچینو تایید کړې، چې د طالب جنګیالیو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ جګړه پراخه شوې او پاکستاني پوځیانو د خوست او پکتیا پر سیمو د توپونو بریدونه کړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د جمعې په ورځ د ثور په ٢٨مه، پاکستاني پوځيانو د خوست ولايت د ځاځي ميدان ولسوالۍ پر څو سيمو د توپچي او راکټي بريدونو په ترڅ کې بريدونه وکړل.
له بلې خوا د پکتيا ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې سرچينې هم تاييدوي چې د جمعې په شپه په دې ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پاکستان پوځ له توپچي او راکټي بريدونو څخه کار اخيستى دى.
که څه هم د جګړې دواړو غاړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده په ډاګه شوې. خو دولتي سرچينو ويلي، چې په ډنډ پټان کې د پاکستان د توپچي بريدونو له امله ٥ ملکي وګړي وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.
ویل شوي، چې د دې جګړې ټپیان د پکتیا د څمکنيو ولسوالۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
که څه هم د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې له څو ورځو راهیسې دا نښتې روانې دي.
پر پوله د پاکستان له خوا د پوځي تاسیساتو جوړول د دغو شخړو یو لامل بلل شوی دی.
جمهورخبري آژانس