۰

د مقاومت جبهه: په تخار کې مو شپږ طالبان وژلي او ټپیان کړي دي

یکشنبه ۳۰ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۳۳
د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په تخار کې شپږ وسله وال طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.
د مقاومت جبهه: په تخار کې مو شپږ طالبان وژلي او ټپیان کړي دي
د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په تخار کې شپږ وسله وال طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.

دغې جبهې تېره ورځ د غوايي په ۲۹مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د دوی د ځواکونو په برید کې د دغې ډلې ۴ تنه طالب جنګیالي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د خبرځاى د څرګندونو له مخې: دغه بريد د شنبې په ورځ له بريد وروسته د تخار د امنيې قوماندانۍ له ودانۍ څخه په شل متره واټن کې په يوه هيلوکس ډوله موټر چې طالب جنګيالي پکې سپاره وو؛ ترسره شو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه برید کې د طالبانو یو هایلکس موټر هم له یو شمېر وسلو سره له منځه وړل شوی دی.

د ملي مقاومت جبهې څرګنده کړه چې په دغو عملياتو کې ددوى ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي