داعش ډلې د بامیان ولایت په مرکز کې د بهرنیو سیلانیانو د وژلو پړه پر غاړه اخیستې ده.
دغې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دوی جنګیالیو بهرني سیلانیان او شیعه ګان په نښه کړي دي.
د دغې ډلې د اعلامیې له مخې، په دغه برید کې «۷ تنه بهرنی سیاستوال او ۵ هزاره شیعه» وژل شوی او ټپیان شوی دی.
دا پیښه د جمعې په ورځ د ثور د میاشتې په ۲۷ نیټه وروسته له هغې رامنځته شوه چې وسله والو د بامیان په مرکز کې پر بهرنیو سیلانیانو ډزې وکړې.
په دې پېښه کې ۳ هسپانوي او ۳ افغان اتباع وژل شوي او ۴ بهرني سیلانیان او ۳ نور افغانان ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس